ډېر لوستل شوي

د بلخ نوې اقتصادي پانګه او د شرعي نظام ملاتړ؛ ۸ منزله نوی سوداګریز مارکېټ جوړېږي

په بلخ ولایت کې نن د ارشاد، حج او اوقافو وزارت پر اوقافي ځمکه د ۷۴۲ میلیونه افغانیو په لګښت ۸ منزله سوداګریز مارکېټ د جوړېدو پرانيستې مراسم ترسره شوي دي.

په ياد ولايت کې د اميد راډيو سيمه‌ييز خبريال وايي، په دې مراسمو کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال، د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او نورو لوړپوړو چارواکو ګډون درلود.

د بلخ والي، د ولایتي امارتي ادارو رييسانو، ملي سوداګرو، ولسي متنفذینو او ګڼ شمېر ولسونو په ګډه د ملا عبدالغني برادر اخوند او د کابینې نورو غړیو سره دا ژمنه تازه کړې چې د پاکستاني پوځي رژيم د ښکاره بغاوتونو پر وړاندې به د خپل مقدس شرعي نظام دفاع کوي او هر راز قربانۍ ته به ولاړ وي. د مراسمو ګډونوالو په څرګند ډول ويلي، چې د خپل مقدس نظام پر وړاندي هیڅ ډول بغاوت نه مني او د بدیلو لارو د موندلو هڅه به وکړي.

اړوند خبرونه