د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي په هند کې د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان له عمومي مشر «ټیډروس ادهانوم» سره په کتنه کې پر بېلابېلو روغتیايي مسایلو خبرې کړې دي.
د روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې په هېواد کې د پولیو ویروسي ناروغۍ تشخیص په موخه د معیاري لابراتوار خدمتونو پر څرنګوالي او د روغتیايي سیستم پر پياوړتیا خبرې شوې دي.
سرچینې لیکلي چې مولوي نور جلال جلالي او د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مشر همداراز د افغانستان په ۳۱۸ ولسوالیو کې د جوړېدونکو روغتونونو په تجهیز هم بحث کړی دی.
په خبرپاڼه کې د عامې روغتیا وزیر له قوله ویل شوي چې د معياري روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د ملگرو ملتونو د روغتيا نړيوال سازمان همکاري اړينه ده. بلخوا «ټیډروس ادهانوم» په روغتیايي برخه کې د ملاتړ ډاډ څرګند کړی دی.

