ډېر لوستل شوي

د غزني پولیسو د بېلابېلو غلاوو په تړاو شپږ کسان نیولي

د غزني مسوولین وایي چې د دویمې حوزې امنیتي ځواکونو هغه شپږ کسان نیولي چې له دوکانونو او کورونو څخه به یې غلاوې کولې.
امید راډیو ته د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ د رالېږل‌شوې خبرپاڼې له مخې چې دا کسان د دویمې امنیتي حوزې اړوند په «خشک» سیمه کې نیول شوي دي.
سرچینې لیکلي: “نیول‌شویو غلو د ښار له اړوند سيمو، دوکانونو او کورونو څخه بېلابېل توکي غلا کړي وو.”
د یادولو ده چې یادو غلو خپل جرم منلی او له لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي.
د ویلو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د هغو کسانو د فعالیت مخه نیول شوې چې د انسان‌وژنې تر څنګ غلاوې کوي او عامه نظم ګډوډوي.

اړوند خبرونه