ډېر لوستل شوي

بغلان کې مرګونې ترافیکي پېښه؛ ۶ تنه پکې مړه او ۴۲ نور ټپیان شوي

د بغلان په «ګولايي پنج» سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله ۶ تنه مړه او ۴۲ نور ټپیان شوي دي.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ د رسنيو دفتر وايي، دا پېښه تېره شپه په يخ‌شوي سړک د یوه ۵۸۰ ډوله مسافروړونکي موټر د چپه‌کېدو له امله رامنځته شوې ده.

په ياده پېښه کې ۶ تنه نارينو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د دوو ماشومانو او دوو ښځو په ګډون ۴۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

د مسوولينو په وينا، د پېښې ټول ټپیان او قربانیان د درملنې او ثبت په موخه د پلخمري ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي. د بغلان د ترافیکو مدیریت له ټولو موټرچلوونکو غوښتي، چې د ژمي په موسم کې د یخو سړکونو له امله له زیات احتیاط څخه کار واخلي، څو د ورته غمجنو پېښو مخه ونیول شي.

اړوند خبرونه