ډېر لوستل شوي

د کابل «منډوي» کې اورلګېدنه؛ ۱۰ ګدامونه او ۸ دوکانونه سوځېدلي

د کورنیو چارو وزارت چارواکو منلې، چې د کابل ښار په منډوي سیمه کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه د بوټانو ۱۰ ګدامونه او ۸ دوکانونه سوځېدلي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع د دې اورلګېدنې لامل د برېښنا شارټي بللې او په وينا يې، په دې پېښه کې شاوخوا ۷۰۰ زره امريکايي ډالر مالي زيان اوښتی دی.

دغه اورلګېدنه نن سهار شاوخوا ۴:۰۰ بجې رامنځته شوې چې دا مهال مهار شوې ده.

منډوي د کابل ښار يو له ډېر ګڼې ګوڼې سوداګریزو سیمو څخه شمېرل کېږي او د هېواد د سوداګرۍ او کاروبار له مهمو مرکزونو څخه دی.

اړوند خبرونه