د ننګرهار په تورخم کې د امنیتي ځواکونو له لوري د پاکستاني توکو د قاچاق مخنیوي په موخه له یاد هېواده د راستنېدونکو کډوالو موټر دقیق پلټل کېږي.
د تورخم مسوولینو امید راډیو ته ویلي چې هلته هغو اندېښنو ته رسېدنه کیږي چې ګواکې له دې لارې پاکستاني توکي وطن ته قاچاق نه شي.
د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو امر، مولوي صدیق الله قریشي له امید راډیو سره په خبرو کې ویلي چې که موټرچلوونکي غیرقانوني توکي راواړوي، نو د هغوی کاري جواز لغوه او افغانستان ته یې پر تګ راتګ بندیز لګول کېږي.
د تورخم له لارې هره ورځ لسګونه کډوالې کورنۍ راستنېږي او هلته په «عمري پنډغالي» کې له دمې وروسته خپلو سیمو ته ستنېږي.
د یادولو ده چې په وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ هر ډول سوداګریزې لارې تړل شوې دي.

