په بلوچستان کې نن سهار د یوې ترافیکي پېښې له امله لږ تر لږه ۱۱ تنه افغانان مړه شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.
د «ډان» ورځپاڼې د راپور له مخې، پېښه د نوکندي سیمې ته څېرمه، د چاغي ولسوالي اړوند سیمه کې د تېلو له ټانکر سره د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د راپور له مخې، په پېښه کې ښکېل ټول ۲۱ کسان هغه افغانان دي چې د یوه پیکاپ ډوله موټر په وسیله، د یوه قاچاقبر په مرسته، په ناقانونه ډول ایران ته پر لاره وو.
د پېښې سیمې ته نږدې روغتیايي سرچینو ویلي، چې د ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ نه دی.
د چاغي د پولیسو امر محمد شریف ویلي، چې د قانوني چارو تر بشپړېدو وروسته د موټر چلوونکي جسد تفتان ته لېږدول شوی او د نورو مړو شویو او ټپیانو جسدونه، چې ټول افغانان وو، افغانستان ته سپارل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي، خو د موټر تېز رفتار یې د رامنځته کېدو اصلي لامل بللی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې یو شمېر افغانان، چې غوښتل یې د ناقانونه لارو له لارې ایران ته ولاړ شي، د افغانستان او ایران پر پوله د سختې یخنۍ او واورې له امله بند پاتې شوي او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

