د هرات ځايي مسوولین امید راډيو ته وايي، چې نن د هرات ولایت څخه دوه لویې سوداګریزې محمولې سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او تاجکستان هېوادونو ته د ۳۳۰ لکه افغانیو په ارزښت صادرېږي.
د هرات ولایت مقام ویاند مفتي یوسف سعیدي امید راډيو ته ویلي، چې دې توکو کې برېښنايي بېټرۍ او نور توکي شامل دي. د یادونې وړ ده، چې د افغانستان تولیدات او توکي ورځ تر بلې نړېوال بازار مومي او شته نظام هڅه کوي، چې لا د صادراتو لارې پراخې کړي.

