ډېر لوستل شوي

بلخ کې له ۶۵۰ زلزله‌ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې ده

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت په مرکز، مزار شریف کې ۶۵۰ زلزله‌ځپلو کورنیو ته ۵۹٫۸ ټنه خوراکي توکي ورکړل شوي دي.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې، په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته ۹۲ کیلو ګرامه خوراکي توکي ورکړل شول چې ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ لیټره غوړي، ۵ کیلو بوره، ۷ کیلو لوبیا، ۷ کیلو نخود، ۸ کیلو مکروني، ۲ کیلو د رومیانو رُب، ۱ کیلو شین چای او ۲ کیلو مالګه پکې شامل وو.
د سرچینې په وینا چې د دې مرستې په ترلاسه‌کولو به د یادو کورنیو ورځنۍ او بېړنۍ اړتیاوې تر یوې کچې پوره شي.
افغاني سرې میاشتې همداراز لیکلي چې دا اداره په هېواد کې له اړمنو، پېښ‌ځپلو او بې‌سرپرسته کورنیو سره په بېلابېلو برخو کې د بشري مرستو هڅې کوي.

اړوند خبرونه