قزاقستان سفیر «ګازیز اکباسوف» د بلخ له والي، محمد یوسف وفا سره په کتنه کې ویلي چې هېواد یې چمتو دی، په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه یو معیاري ۲۰۰ بستريز روغتون جوړ کړي.
امید راډیو ته د بلخ ولایت مقام د را استولشوې خبرپاڼې له مخې، یاد هېواد به یو شمېر معیاري ښوونځي هم جوړ کړي چې په وینا یې دا پروژې به د افغانانو د روغتیايي او علمي ستونزو د کمښت تر څنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د بشردوستانه همکاریو نوی فصل پرانیزي.
سرچینې لیکلي چې بلخوا د بلخ والي د قزاقستان له لوري د پانګونې او بشري همکاریو د پراختیا هرکلی کړی او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور پیاوړتیا لپاره مهم بللی دی.
د یادونې وړ ده چې د دغه سفر موخه د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا، د سوداګریز گردش د هدف پر لور عملي ګامونه او په افغانستان کې د پانګونې لپاره د شته فرصتونو ارزونه بلل کېږي.

