د معیار او کیفیت ادارې په «اسلامکلا» بندر کې ۶۴ ټنه کمکیفیته ودانیز توکي بېرته صادروونکي هېواد ته ورګرځولي دي.
د دې ادارې په اېکسپاڼه لیکل شوي چې په دغو ودانیزو توکو کې ګاډر (نوداني) شامل وو چې له کورنیو معیارونو سره یې مطابقت نه درلود.
د معیار او کیفیت ادارې دا نه دي ویلي چې دا کمکیفیته توکي له کوم هېواد څخه راوړل کېدل، خو ټینګار یې کړی چې د یادې ادارې لخوا د ارزونې پروسه په پرېکنده او کره توګه پرمخ وړل کېږي.
په خبرپاڼه کې یو وار بیا له سوداګرو غوښتل شوي چې هېواد ته باکیفیته توکي وارد کړي.
د یادولو ده چې د معیار او کیفیت ادارې مخکې هم سلګونه ټنه کمکیفیته بېلابېل توکي مسترد کړي وو.

