ډېر لوستل شوي

له ۱۹ کلنو کم عمره د کرېکټ افغان لوبډله سبا له خپلې پاکستانۍ سيالې لوبډلې سره مخ کېږي

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ ملي لوبډله به سبا د یوې یو ورځنۍ سیالۍ په ترڅ کې د پاکستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې پر وړاندې میدان ته دننه شي.

یاده لوبه د زيمبابوې پلازمېنه په هراري ښار کې ترسره کېږي.

دا سیالي د افغانستان، پاکستان او زیمبابوې د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلو ترمنځ د درې اړخیزو لوبو لړۍ برخه ده، چې د ۱۹ کلنو د کرېکټ نړیوال جام ته د چمتووالي په موخه ترسره کېږي.

د دغې لړۍ لومړۍ لوبه تېره ورځ د افغانستان او کوربه زیمبابوې ترمنځ ترسره شوې، چې پکې افغان توپ‌اچوونکو د زیمبابوې ټول لوبغاړي په ۹۰ منډو وسوځول. په ځواب کې افغان لوبډلې ۶۸ منډې وکړې او یو لوبغاړی یې له لاسه ورکړ، خو د باران له امله لوبه بې پایلې پای ته ورسېده.

د یادونې ده، چې له ۱۹ کلنو د کرېکټ نړیوال جام سیالۍ به د راتلونکي جنورۍ میاشتې په نیمايي کې د زیمبابوې او نامیبیا په کوربتوب پیل شي.

اړوند خبرونه