په ايران کې د «ههنګاو» د بشري حقونو بنسټ راپور ورکړی، چې تهران په بېلابېلو زندانونو کې د یوه نذير په نوم افغان په ګډون ۱۲ بندیان اعدام کړي دي.
د حقونو ياد بشري بنسټ له پخوا راهیسې په ایران کې د اعدام د سزا پر تطبیق نیوکه کړې او وایي، چې د دغو کسانو د محاکمې بهیر عادلانه او شفاف نه و. د «ههنګاو» د راپور له مخې، د روان میلادي کال له پیل راهیسې تر دې دمه په ايران کې لږ تر لږه د ۶۵ افغان وګړو په ګډون ۱۰۰۲ کسان اعدام شوي دي.

