کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د فراه ولایت په «بکواه» ولسوالۍ کې پولیسو د نشهيي توکو دوې کارخونې کشف او له منځه وړې دي.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې له دغو کارخونو ۲۷ کیلوګرامه شیشه، ۳۲ کیلوګرامه پوډر، ۶۰ لیټره تیزاب او لسګونه کیلوګرامه نور بېلابېل توکي ترلاسه او سوځولي دي.
دغه وزارت تر دې مخکې خبر ورکړی و چې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په کابل کې یو کس له ۲ زره ۳۷۵ نشهیي ګولیو سره نیولی دی.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا ګولۍ د کابل په سویلي دروازې «سنګ نوشتې» سیمه کې کشف او ضبط شوې دي.
د یادولو ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشهيي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی او له تېرو شاوخوا څلورو کلونو راهیسې د نشهيي توکو لسګونه کارخونې له منځه وړل شوې دي.

