د ماليې وزارت وياند عبدالقيوم نصير اميد راډيو ته ويلي، هغه اوازې چې د امارتي ادارو د معاشونو د ځنډېدو په اړه خپرې شوې، له حقيقت سره سمون نه لري.
د ماليې وزارت وياند ټينګار کړی چې د معاشونو د تاديې بهير په عادي ډول روان دی او ډاډ يې ورکړی چې د اړوندو ادارو د راپورونو له ترلاسه کېدو سره سم به د ټولو امارتي ادارو معاشونه د راتلونکې اوونۍ په ترڅ کې حواله شي.
نوموړي زياته کړې چې وزارت د کارکوونکو د مالي حقونو خونديتوب ته ژمن دی او هڅه کوي چې د معاشونو د ورکړې بهير له ځنډ او خنډ پرته دوام ولري. دا په داسې مهال ده، چې تر دې وړاندې يو شمېر مغرضو رسنيو داسې راپورونه خپاره کړي و، چې ګواکې د امارتې ادارو معاشونه ځنډېدلي او دولتي مامورينو ته پر وخت معاشونه نه ورکول کېږي.

