د غزني د ترانسپورټ ریاست مسوولین وایي چې د غزني ښار په «دشت تلخک زار» سیمه کې د باروړونکو موټرو لپاره پر ۲۰۰ جریبه ځمکه د تمځای (تیرپارک) د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د یاد ریاست د تنظیم رییس، مولوي خیرالله توکلي امید راډیو ته ویلي چې د یادې پروژې چارې د ترانسپورټ وزارت له بودیجې څخه د ۳۴ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې چې د یو کال په موده کې به بشپړې شي.
نوموړي ویلي چې په یاد تمځای کې د یو جومات، ۳ اداري او یوې تخنیکي خونې او یو رستورانټ جوړول شامل دي.
د غزني د ترانسپورت رییس همداراز ویلي چې په یاد ولایت کې د معیاري تمځای نشتون د غزني ښار په سړکونو کې د ترافیکي ګڼه ګوڼې او ګډوډۍ لامل شوی و، خو په وینا یې چې د یادې پروژې په بشپړېدو سره به دا ستونزې حل شي.

