ډېر لوستل شوي

اسلامي امارت: ټولو جبري را ایستل‌شویو کډوالو کورنیو ته دې د ځمکو وېش چټک شي

د اسلامي امارت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون پرېکړه کړې چې راستنو شویو کډوالو ته د سرپناه لپاره د ښارګوټو جوړولو او د ځمکو د وېش بهیر چټک کړي.
د ارګ د اعلامیې له مخې چې د اسلامي امارت مشرتابه څو ورځې مخکې په کندهار کې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون له غړو سره په جلا ناستو کې لارښوونه کړې چې د اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له زېرمو څخه جبري را اېستل شویو کورنیو ته غنم او نغدي مرستې ووېشي.
د اسلامي امارت مشرتابه همداراز د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون مسوولینو ته لارښوونه کړې چې راستنو شویو کډوالو ته د سرپناه لپاره د ښارګوټو جوړولو او د ځمکو د وېش بهیر چټک کړي.
د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي چې نن د ریاست‌الوزراء ادارې مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اسلامي امارت د دغو لارښوونو د تطبیق په موخه غونډه کړې ده.

اړوند خبرونه