ډېر لوستل شوي

پوهنې وزیر د لوګر پوهنیز وضعیت او د ازموینو بهیر څارلی

د پوهنې وزارت وزیر مولوي حبیب‌الله آغا د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د لوګر ولایت د پوهنې له رييس عبدالرحمن حميدي سره کتلي دي.
ياد وزارت وايي، په دې کتنه کې د لوګر د پوهنې رييس د پوهنیز وضعیت، روانو فعالیتونو، لاسته راوړنو او شته ننګونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړي دي.
د پوهنې وزیر د یاد ولایت د پوهنې مسوولینو هڅې او صادقانه خدمتونه ستايلي او د لا بریاوو هیله یې څرګنده کړې ده.
ښاغلي حبيب‌الله اغا دغه راز د خیرالبشر جومات د طالب‌العلمانو د ثانوي او مافوق‌الثانوي مرحلو د ګډو ازموینو بهیر له نږدې هم څارلی دی.
نوموړي د ازموینو د شفاف، منظم او معیاري تطبیق پر ارزښت ټینګار کړی او له طالب‌العلمانو یې غوښتي، چې د دیني زده‌کړو په برخه کې لا زیات کوښښ وکړي او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

اړوند خبرونه