کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د خوست ولایت په مرکز، متون ښار کې د پلټونکو عملیاتو پرمهال نږدې ۱۱ زره نشهيي ګولۍ کشف او ضبط شوې دي.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي دا ګولۍ د خوست امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو له لوري د لومړۍ امنیتي حوزې په مربوطاتو کې نیول شوې دي.
د سرچینې په وینا چې په دې تړاو یو کس نیول شوی چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
د یادولو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشهيي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی او له تېرو شاوخوا څلورو کلونو راهیسې د دغو توکو سلګونه کاروباریان نیول شوي دي.

