دفاع وزارت په خپل اېکس لیکلي چې د ۲۰۱ خالد بن وليد رض قول اردو اړوند د حمايه لوژستيکي کنډک، تخنيکي مديریت په ورکشاپ کې د یادې قول اردو ۱۰۰ عرادې بېلابېل نظامي وسایط بیارغول شوي او ګتې اخیستنې ته چمتو شوي دي.
په دغو نظامي وسایطو کې هاموې، انټرنېشنل، ډمپر، رنجر او فورد کليپ وسایط شامل دي چې اوسمهال ګټې اخیستنې ته چمتو دي.
ددغو وسایطو د بیارغونې په اړه د دفاع وزارت مسوولینو ویلي چې پوځي وسایط د بیت المال برخه ده او پر موږ و تاسو یې ساتنه حتمي ده. یادو مسوولینو ویلي چې باید د دولتي وسایطو په کارونه او ساتنه کې پوره پام وشي.