ډېر لوستل شوي

شینډنډ کې د احتمالي غمېزې مخنیوی؛ سرتېرو د لسګونه هېوادوالو ژوند ژغورلی

د ۲۰۷ الفاروق قول اردو رسنيو دفتر خبر ورکړی، چې د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ د عزیزاباد په سیمه کې یو ۵۸۰ مسافر وړونکی موټر د سېلاب له امله چپه شوی دی.

ياد قول اردو وايي، د لومړۍ لوا کنډک اسلامي او ملي اردو ځواکونو سيمې ته پر وخت رسېدنه کړې او په لسګونه هېوادوال يې ژغورلي دي.

یاده سرچینه زیاتوي، چې همداراز د قول اردو د ارکان رييس مولوي محمد منصور جاوید د اړینو امکاناتو او پرسونل سره د پېښې ځای ته ورغلی او په بریالیتوب سره یې په سېلاب کې بند پاتې کسان ژغورلي دي. د ۲۰۷ الفاروق قول اردو په وينا، تر اوسه د احتمالي ځاني زيانونو په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي او راپور د بشپړېدو په حال کې دی.

اړوند خبرونه