ډېر لوستل شوي

وروسته له اوږدې وچکالۍ او ککړې هوا؛ مرکز او غرنیو سیمو کې د واورو او بارانونو ورښت دوام لري

له مودې ککړې هوا او وچکالۍ وروسته؛ د پکتیا، پکتيکا، غزني، میدان وردګ او ډایکندی ولایتونو په ځینو برخو کې بېګاه شپه واوره او بارنونه ورېدلي او دا مهال هم په يو شمېر سيمو کې دوام لري.

همداراز، د بامیانو په مرکز کې تېره شپه واوره ورېدلې، خو اوس هوا روغه ده؛ په داسې حال کې چې په غرنیو کوتلونو کې د واورې او باران ورښت لا هم دوام لري.

تر ورښتونو وړاندې او د ژمي په راسېدو سره د مرکز کابل په ګډون يو شمېر ولايتونو کې د ککړې هوا له امله ګڼ هېوادوال په ناروغيو اخته شوي وو او اوس دې ورښتونو ته خوښ ښکاري.

له دې سره سم د ټرافيکو مديريت له خلکو غوښتي، چې له اړتیا پرته د غرنيو سيمو له سفره ډډه وکړي او يا هم د غرنیو لارو په سفرونو کې د خوندیتوب تدابیر په پام کې ونیسي.

اړوند خبرونه