ډېر لوستل شوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له ایراني پلاوي سره د ریل پټلۍ پر پراختیا غږېدلی  

د ریاست‌الوزراء‌ اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران ریل پټلۍ له رییس، جبار علي ذاکري سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي. 

د اقتصادي معاونیت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ پر اقتصادي اړیکو، سوداګرۍ او د ریل پټلۍ د پراختیا په برخه کې د همکارۍ په اړه خبرې کړې دي. 

په خبرپاڼه کې د جبار علي ذاکري په حواله ویل شوي، غواړي چې د افغانستان له لارې د ریل پټلۍ ته پراختیا ورکړي، څو له دې لارې له چین او چین د افغانستان له ستراتیژیک موقعیت څخه په استفادې له اروپا سره وصل شي. 

نوموړي وړاندیز کړی چې په دې برخه کې یوه ګډه کمیټه جوړه شي او له شرکتونو سره خبرې وشي.

بلخوا ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي چې د دې پروژې د ارزښت په اړه یې درې کاله مخکې د ایران له ولسمشر سره خبرې کړې وې او د یادې پروژې د اقتصادي ارزښت په اړه یې معلومات ورکړي وو. 

اقتصادي مرستیال همداراز ویلي چې په دې برخه کې به مشترکه کمېټه جوړه او ژر به یې عملي چارې پیل شي.

اړوند خبرونه