د ا.ا زندانونو چارو د سمون ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال، قاري محمد بلال فاتح په افغانستان کې د سویس هېواد د همکاریو سازمان له استازي «ایریک مارکلې» سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې ناسته کې د زندانیانو د ژوندانه وضعیت، د هغوی د بشري حقونو د خوندیتوب او پر نورو اړوندو موضوعاتو خبرې شوې دي.
قاري محمد بلال فاتح نوموړي پلاوي ته د ښهراغلاست ترڅنګ ویلي چې دا مهال په هېواد کې د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوند زندانونه په اصلاحي او روزنیزو مرکزونو بدل شوي، د هغوي ټول شرعي او انساني حقونه خوندي او د دیني، عصري او حرفوي زدهکړو زمینه هم ورته برابره شوې.
ښاغلي فاتح همداراز د سویس هېواد د همکاریو سازمان له استازي څخه د زندانیانو لپاره د مناسبې تغذیې، د روغتیایي تجهیزاتو، روغتیایي مراکزو او د متخصصو ډاکټرانو په ګومارنې، ښځینه زندانیانو ته د سپورت او بدني روزنې موادو برابرولو او د هغوی لپاره د روغتیا په برخه کې د اړینو توکو او موادو برابرولو غوښتنې کړې دي. د زندانونو چارو د سمون ادارې دا هم لیکلي چې بلخوا د سویس هېواد د همکاریو سازمان استازي، ایریک مارکلې په مشرۍ پلاوي د همکاریو د پراختیا ډاډ څرګند کړی دی.

