ډېر لوستل شوي

“د کډوالو د دایمي استوګنې پروسه باید په شفاف، منظم او چټک ډول پرمخ یووړل شي”

د کور او ښار جوړولو وزیر، مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ د کډوالو دایمي استوګنې لپاره د اسکان دایمي کمېټې ناسته شوې ده.
د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې په دې ناسته کې د کډوالو د دایمي استوګنې اړوند پر مهمو تخنیکي او اداري موضوعاتو هر اړخیزې خبرې شوې او ګډونوالو خپل نظریات شریک کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې: “د نمرو د مساحت تغیرات، د ښارګوټو د پلانونو تعدیل، د تخنیکي ټیمونو د چارو چټکتیا، د کډوالو د لیستونو شریکول، ښارګوټو کې د څښاک اوبه برابرول، د عامه خدمتونو لکه جوماتونو، ښوونځیو او کلینیکونو جوړول، د ولایتونو د لومړیتوب ټاکنه او د پروسو دقیقه څارنه هغه اساسي موضوعات وو چې ښاغلي حقاني یې په اړه معلومات وړاندې کړل.”
په دې ناسته کې ټینګار شوی چې د کډوالو د دایمي استوګنې پروسه باید په شفاف، منظم او چټک ډول پر مخ یووړل شي، تر څو راستنېدونکي هېوادوال وکولای شي له اساسي خدمتونو برخمن او د باعزته ژوند زمینه ورته برابره شي.

اړوند خبرونه