ډېر لوستل شوي

ملي تدارکاتو کمېسیون ۲۹ پروژې منظورې کړې دي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غونډه کې یاد کمېسیون د شاوخوا ۱۸٫۵ میلیارد افغانیو په لګښت ۲۹ پروژې منظورې کړې دي.
د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې چې دې غونډې ته له اجنډا سره سم ۴۴ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې چې له بحث وروسته ۲۹ پروژې منظورې شوې او په ۱۴ پروژو کې بیا یو لړ تعدیلونه راغلي دي.
سرچینې لیکلي: “په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې په ورځني ډول ۵۰۰۰ ټنه تولید ته د جبل السراج سیمنټو فابریکې د ظرفیت لوړول، په ورځني ډول د ۵۰۰ ټنه اوسپنې د پروسس په ظرفیت د حاجي ګک اوسپنې کان لپاره د فابریکې جوړول، د ۲۲۵ مېګاواټه په ظرفیت د حرارتي برېښنا تولیدي فابریکې جوړول، د نورستان ولایت په کامدیش، د زابل ولایت په ارغنداب، د جوزجان ولایت په منګجک، د بغلان ولایت په ډنډغوري، د کندهار ولایت په دامان، د سرپل ولایت په سنچارک، د فاریاب ولایت په پښتون کوټ، د سمنګان ولایت په حضرت سلطان، د غور ولایت په شهرک، د میدان وردګ ولایت په دایمیرداد، د کونړ ولایت په خاص کونړ او د بلخ ولایت په البرز ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړول، د پنجشیر او دایکنډي ولایتونو د ۱۰۰ بستریزو روغتونونو او په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي.”
د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت همداراز لیکلي چې منظور شوې پروژې د اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

اړوند خبرونه