د افغاني سرې میاشتې له لوري د دایکندي په مرکز، نیلي ښار کې له ۳۰۰ اړمنو کډوالو کورنیو سره ۲۶٫۷ ټنه خوراکي توکو مرسته شوې ده.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې په دې مرسته کې هرې کورنۍ ۸۹ کیلو خوراکي توکي ترلاسه کړي چې اوړه، غوړي، وریژې، بوره، رُب او مکروني، د لاس مینځلو صابون پکې شامل وو.
سرې میاشتې لیکلي چې د دې مرستې په ترلاسه کولو سره به د یادو کورنیو ورځنۍ اړتیاوې پوره او اساسي ستونزې تر یوې کچې را کمې شي.
سرچینې لیکلي چې افغاني سره میاشت د خپلو اووه ګونو اصولو په رڼا کې د اړمنو او پېښځپلو وګړو لاسنیوي ته ژمنه ده او تر دې مخکې یې هم په یو شمېر ولایتونو کې د بېلابېلو توکو مرستې شوې دي.

