پر وینزویلا د امریکا بریدونو ته د وینزویلا د متحدو هېوادونو سربېره یو شمېر اروپایي او اسیایي هېوادونو بېړنی غبرګون ښودلی او ځینو هېوادونو د دې کړکېچ د سملاسي درېدو غوښتنه هم کړې ده.
د کولمبیا ولسمشر پر اېکس خواله رسنۍ ویلي، چې هېواد یې پخوانۍ ژمنه بیا تکراروي چې د هېواد د پولو خوندیتوب، انساني کرامت او نړیوالو قوانینو ته درناوی پر هر څه لومړیتوب لري.
الجزیرې د خپلو سرچینو له قوله لیکلي چې یاد هېواد خپل پوځ ته امر کړی چې له وینزویلا سره پر ګډه پوله تېارسۍ حالت غوره کړي.
د کوبا ولسمشر دې برید ته توند غبرګون ښودلی او دا برید یې ښکاره تېری بللی او له نړیوالو یې غوښتي چې د کړکېچ د مهار په پار دې ښکېل شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې دا برید غندلی دی. اعلامیه کې وړاندې راغلي چې دا برید د یوه هېواد پر حاکمیت تېری او ځمکنۍ بشړتیا بربنډ تېری دی.
مسکو ویلي چې پر وینزویلا وسلهوال یرغل غندونکی او موږ یې اندېښمن کړي یو. مسکو ویلي چې په اوس وخت کې مهمه دا ده چې ددې کړکېچ د زیاتېدو مخنیوی وشي او خبرې اترو ته لومړیتوب ورکول شي.
اروپایي اتحادیې ویلي چې پر وینزویلا د امریکا له برید څخه خبر لري او له مارک روبیو او په وینزویلا کې یې د امریکا له سفیر سره یې خبرې کړي دي. اروپایي اتحادیې ویلي چې دوی هر څه له نږدې څاري.
هسپانیې د امریکا ـ وینزویلا د کړکېچ د کمولوغوښتنه کړې او په وینا یې نړیوالو قانونو ته دې درناوی وشي او د درېیمګړي هېواد په توګه یې خبرو ته هم چمتووالی وښود.
ایټالیې ویلي چې د وینزویلا وضعیت له نږدې څاري او په وینزویلا کې د خپلو مېشتو ۱۶۰۰۰۰ اوسېدونکو په تړاو اندېښنه لري.
له بلې خوا د امریکا جمهوريغوښتونکي سناتور مایک لي ویلي چې د واشنګټن عملیات پای ته رسېدلي او ولسمشر مادورو یې نیولی دی. د نوموړي په قول مادورو به د خپلو جرمي کړنو په تړاو په واشنګټن کې محاکمه کیږي.
یاده دې شي چې پر وینزویلا د امریکا له بریدونو وروسته د مرګ ژوبلې دقیق ارقام په لاس کې نشته، خو د وینزویلا حکومت ویلي چې دې بریدونو مرګ ژوبله اړولې ده.

