ډېر لوستل شوي

بلخ کې له خځلو څخه د بېلابېلو توکو د تولیدولو څه باندې ۳۰ کارخونې فعالې دي 

د بلخ ولایت په مرکز په مزارشریف ښار کې له ۳۰ تر ۳۵ داسې کارخونې فعالیت کوي چې له بوتلونو، کاغذونو او پلاستیکونو، بوشکې، لوټکې، خزانې، پایپونه او مالوچ جوړوي.

د دغه ولایت ځایي مسوولینو امید راډیو ته ویلي چې دا کارخونې له یوې خوا د چاپیریال په پاکوالي کې ونډه لري له بل لور ګڼ شمېر ځوانان یې په کار بوخت کړي دي. 

د امید راډیو د خبریال د راپور له مخې چې یادو فابریکو ته خلک له شمالي ولایتونو څخه خځلې راټولوي او بیا یې د فابریکو پر مسوولینو پلوري چې بیا په خپلو کارخونو کې اوړه کېږي او نوي توکي ترې جوړېږي.

د مسوولینو په وینا چې د ښار پاکووالی او منظم ساتل د ښاروالیو مسوولیت دی او مزار ښاروالۍ په دې برخه کې خپل مسوولیت تر ډېره ادا کړی.

مزارشریف کې دغه صنعتکاران زیاتوي، نه یوازې دا چې له بیکاره خځلو د ګټې‌اخیستنې وړ توکي جوړوي تر خوا یې د پاک چاپیریال برابرولو برخه کې هم خپله ونډه اخیستې ده.

ورته مهال د بلخ مرستیال والي، نورالهادي ابو ادریس ویلي، اوس یې وخت دی چې باید هېواد ته لومړني توکي همدلته تولید شي او د بازار اړتیا پوره کړي. نوموړی زیاتوي صنعتکاران دې خپلې چارې روانې وساتي که ستونزې ولري د ولایت مقام دروازه یې پر وړاندې خلاصه ده او خپلې ستونزې له دوی سره شریکولای شي.

اړوند خبرونه