ډېر لوستل شوي

غزني ښار کې اورلګېدنه پر وخت مهار شوې

د غزني ښار د لومړۍ امنيتي حوزې اړوند د ملکي روغتون پر سړک د نجارانو په يوه دوکان کې نن سهار د بې‌احتياطۍ له امله لګېدلی اور پر خپل وخت مهار شوی دی.

د ياد ولایت د امنيه قوماندانۍ د رسنيو دفتر وايي، چې دا اور په دوکان کې د بخارۍ د چلانه پاتې‌‌کېدو له امله رامنځته شوی دی.

ويل‌کېږي، چې په دې ولايت کې د سړې هوا له رارسېدو سره د اورلګېدنې پېښې زیاتې شوې دي. د امنیه قوماندانۍ د اوروژنې مدیریت یو ځل بیا له ټولو ښاریانو غوښتي، چې د بخاریو او تودوخې د وسایلو په کارولو کې بشپړ احتیاط وکړي، تر څو د ورته پېښو مخه ونیول شي.

اړوند خبرونه