ډېر لوستل شوي

تخار کې د درقد پر سیند د پل د جوړېدو چارې پیل شوې

د تخار ولایت والي مولوي سمیع‌الله حزب‌الله د درقد ولسوالۍ پر سیند تر ۲۴۳ مترو زيات اوږدوالي، ۷ مترو په سور او د نږدې ۲۳۷ ميليونه او ۹۹۵ زره افغانيو په ارزښت د وسپنې-کانکریټي پل د جوړېدو د چارو پرانيسته کړې ده.

د ياد ولايت د مقام د رسنيو دفتر وايي، د دې پروژې لګښت د تخار ولايت د کانونو د ټولنيزو خدمتونو له عوايدو تمويلېږي.

مسوولين وايي، چې د دې پل په ګټې اخیستنې سره به د تخار له مرکز څخه د ینګي‌کلا ولسوالۍ او خواجه بهاالدین ولسوالۍ تر منځ د ټرانزيټي او مواصلاتي لارې ستونزې په دايمي ډول حل شي.

د سیمې اوسېدونکو د یاد پل جوړېدل حیاتي بللي او ویلي یې دي، چې له دې وروسته به خلک د سیند له مالي او ځاني زیانونو وژغورل شي. د دوی په وینا، دا لومړی ځل دی چې له څلورو لسیزو وروسته په دې ولسوالۍ کې دومره ستره بنسټیزه پروژه عملي کېږي.

د تخار والي د پل د چارو د پرانیستې پر مهال یو ځل بیا ډاډ ورکړی، چې د دې ولایت د لا پرمختګ لپاره به د زیربنایي پروژو د تطبیق هڅې روانې وساتي.

اړوند خبرونه