د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د پلازمېنې کابل د شنو صنایعو صنعتي پارک کې د ۳۴ مېګاواټه لمریزې تولیدي برېښنا دستګاه، ۱۲۶ مېګاولټ امپیر سب سټیشن او ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا لېږد مزي د پروژو د چارو د پیل مراسم ترسره کړي دي.
د اميد راډيو خبريال په دې مراسمو کې د ښاغلي عمر په حواله ويلي، دغه درې پروژې به د ۱۸ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، چې په هېواد کې د صنعت او اقتصادي ودې د ملاتړ ترڅنګ د صنعتکارانو ستونزو ته به هم ښه رسیدنه وشي. د نوموړي په وينا، اسلامي امارت د برېښنا د ضایعاتو کچه په پام وړ کمه کړې ده.
ښاغلي عمر زياته کړې، د یادو پروژو ټول لګښت ۴۰ میلیونه ډالر دی، او د پروژې په بشپړېدو سره به د کابل اوسېدونکي له برېښنا برخمن شي، د کابل لینونو اضافه بار کم کړي او ۵۰۰ کسانو ته به په مستقیمه او زرګونو تنو ته په غیر مستقیمه توګه د کار زمینه برابره شي.
د افغانستان د برېښنا شرکت رييس له پانګوالو وغوښتي چې له رامنځته شوي فرصت څخه په ګټه اخیستنې پانګونې وکړي تر څو هېواد ځانبسیاینې ته ورسېږي.

