د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي چې په هرات کې د تېرو دوو کلونو په لړ کې ۵۱۵ تاریخي اثار راټول شوي دي.
دغه وزارت د هرات ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست له قوله خبر ورکړی، چې ددغو تاریخي اثارو له ډلې ۲۱۵ قلمه د یاد ریاست موزیم ته سپارل شوي.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، شاوخوا ۳۰۰ قلمي اثار چې خورا ښه تاریخي مخینه لري، د خلکو له خوا هرات موزیم ته سپارل شوي.
ورته مهال د اسلامي امارت په بیاراتګ سره د ګڼو تاریخي اثارو د قاچاق مخه هم نیول شوې ده.
دغه شان د افغان حکومت له خوا د تاریخي اثارو له بیارغونې سره هیواد ته ګڼ ګرځندویان رامات شوي دي.