ډېر لوستل شوي

د وسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۱۵۸ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې په تېره اوونۍ کې د وسپنې پټلۍ له لارې د مرغومي مياشتې له ۱۱۲مې تر ۱۸ مې نېټې پورې ټولټال ۱۵۷ زره او ۹۹۹ مټریک ټنه نفتي، غیر نفتي او نور سوداګریز توکي هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د ياد وزارت وياند محمد اشرف حق‌شناس وايي، د حیرتان بندر له لارې ۱۰۶ زره ۹۸۴ ټنه، د آقینه بندر له لارې ۷ زره ۷۸۰ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۸ زره۹۸۱ ټنه او د خواف–هرات پټلۍ له لارې ۲۴ زره ۲۵۴ ټنه توکي لېږدول شوي دي.

همداراز، د انتقالاتو له ټولیز حجم څخه یوه برخه صادرات جوړوي، چې په تېره اوونۍ کې ۱۲۶ ټنه وچه مېوه د وسپنې پټلۍ له لارې صادره شوې ده.

د ښاغلي حق‌شنا په وينا، هر څومره چې د رېل پټلۍ له لارې د انتقالاتو او صادراتو کچه لوړېږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه زیاتېږي، ملي عواید ډېرېږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، پرمختګ او ځان‌بسیاینې ته لاره هوارېږي. یاد وزارت په خبره کړې خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې د لا زیاتو انتقالاتو لپاره به مناسب شرایط برابر کړي، سوداګرو ته به اړین اسانتیاوې چمتو کړي او د ملي عوایدو د لوړولو په موخه به د وسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر روان او لا چټک وساتي.

اړوند خبرونه