د سرپل ولایت امنيتي ځواکونو د کشفي عملياتو له لارې دوه تښتول شوي ماشومان ژغورلي او په تړاو يې دوه تنه انسان تښتوونکي نيولي دي.
د سرپل ولايت د امنیه قوماندانۍ وياند نقیب الله عِلم یار وايي، چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا د شپې ۱۲ بجې د همدې ولايت د مرکز اړوند د «قاضيکینتي» په سیمه کې رامنځته شوې وه، چې د ۱۱ ساعتونو په موده کې یاد ماشومان د انسانتښتوونکو له منګولو خلاص او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
د امنیتي سرچینې په وينا، په دې تړاو، دوه تنه اختطافګر نیول شوي، چې تر لومړنیو څېړنو وروسته به اړوندو عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
د سرپل پولیسو ډاډ ورکړی، چې د خلکو د ځان او عزت خونديتوب د دوی اساسي دنده ده او د انسانتښتونې، غلا او نورو ناقانونه کړنو پر وړاندې به هېڅ ډول زغم ونه لري.

