د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې د اجریم غلبلې چکډم جوړونې پروژې چارې د ۴ میلیونه، ۶۲۲ زره او ۷۹۰ افغانیو په لګښت له بشپړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.
ياد وزارت وايي، دا پروژه د فاریاب د اوبو او انرژۍ رييس مولوي محيالدین مبارز او د یو شمېر نورو سیمهییزو مسوولینو په شتون کې پرانیستل شوې ده.
سرچينه زياتوي، دغه پروژه د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري یوه کورني شرکت ته په قرارداد ورکړل شوې وه، چې د کارونو څارنه یې د فاریاب د اوبو او انرژۍ ریاست د مسوولینو له خوا ترسره کېده.
چارواکي وایي، د اجریم غلبلې چکډم جوړېدل به د ځمکې لاندې اوبو د کچې په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي او ترڅنګ به یې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره هم مناسبې اسانتیاوې برابرې کړي.

