ډېر لوستل شوي

سید اباد ولسوالۍ کې د ۵۵ کیلومتره سړک د بیارغونې او هموارکارۍ چارې بشپړې شوې دي

د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د اړوندې مېشتې پنځمې پلې لوا د رهبرۍ له لوري د میدان‌وردګو ولایت په «سیداباد» ولسوالۍ کې د ۵۵ کیلومتره سړک د بیارغونې او هموارکارۍ چارې بشپړې شوې دي.
د دې قول‌ اردو د خبرپاڼې له مخې چې د یادې لوا د انجینري آمریت د مسوولینو له لوري د خپلې شته ماشینرۍ او مسلکي منسوبینو پر مټ نن د دغه ۵۵ کیلومټره سړک د بیارغونې، جغلـکارۍ او هموارکارۍ چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې چې دا سړک چې د طبیعي پېښو له امله خراب شوی او د سیمې اوسېدونکي یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو.
د خبرپاڼې له مخې چې دا لارې چې په باقرخېلو، صدوخېلو، یوسف خیلو، تره خېلو او سالارو کلیو کې رغول شوې چې تر ډېره بريده به ورسره د يادو سیمو د مېشتو اوسیدونکو ستونزې هوارې او اسانتياوې رامنځته شي.

اړوند خبرونه