د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار د دویمې ناحیې اړوند د لرګیو په ټالونو کې نن سهار اورلګېدنه رامنځته شوې ده.
د اميد راډيو سيمهييز خبريال د ځايي اوسېدونکو په حواله ويلي، د اور وژنې ډلې پر وخت سیمې ته رسېدلې او تر هڅو وروسته یې اور مهار کړی دی.
د معلوماتو له مخې، یاده اورلګېدنه نن سهار شاوخوا د شپږو بجو پر مهال پیل شوې وه، چې دا مهال په بشپړه توګه کنټرول شوې ده.
تر اوسه د پېښې له امله د مالي زیانونو په اړه کره او وروستي معلومات نه دي خپاره شوي، خو اړوندې ادارې د موضوع د څېړلو هڅې کوې.

