ډېر لوستل شوي

بلخ کې د دوه ميليونه افغانيو په ارزښت د توکو د سوځېدو مخه نيول شوې

د بلخ ولايت امنيه قوماندانۍ خبر ورکړی، چې د مارمل ولسوالۍ اړوند د يوه ښوونيز مرکز په ډيپو کې د اورلګېدنې پېښه رامنځته شوې ده.

د يادې قوماندانۍ د رسنيو دفتر وايي، په دې پېښه کې ۲۵۰ زره افغانيو په ارزښت توکي سوځېدلي، خو سيمې ته د اور وژنې ټيمونو او امنیتي ځواکونو پر وخت رسېدنې امله د نږدې دوه میلیونه افغانیو په ارزښت د نورو توکو د سوځېدو مخه نیول شوې ده.

د ويلو ده، چې د اورلګېدنې لامل په تړاو څه نه دې ويل شوي، خو اړوندې ادارې د موضوع د څېړلو هڅې کوې.

اړوند خبرونه