ډېر لوستل شوي

ملګرو ملتونو غزه کې د اوربند پرېکړه لیک تصویب کړ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په وروستۍ ناسته کې په غزه کې پر بېړني اوربند موافقه کړې ده. دې شورا ویلي چې د روژې په دې میاشت کې باید پر ته له کوم قید و شرطه اوربند پلی، بندیان ازاد او د بشري مرستو رسونه اسانه شي.

دغه پرېکړه لیک ته ۱۴ هیوادونو مثبته رایه خو امریکا ممتنع رایه ورکړې ده.

غزه کې دا اوربند داسې مهال تصویبیږي، چې وړمه ورځ د جوبایډن مرستیالې کاملا هارېس الجریزې ته ویلي و چې اسراییل باید پرته له ځنډه خپل بریدونه ودروي. هارېس وایي چې که تل ابیب یې غوښتنه ونه مني نو واشنګټن به پر بدیلې لارې غور وکړي.

بل پلو، فرانسوي ولسمشر ماکرون هم رفح ښارګوټي ته پر جبري کډوالۍ انتقاد کړی او دا یې جنګي جرم بللی.

امریکا په داسې حال کې د صهیونستو بریدونه بندوي چې همدا هیواد په نړیواله کچه د صهیونستي ټول وژونکو ملاتړی دی.

اړوند خبرونه