د کابل والي، ملا امین الله عبید وایي چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته زرګونه جریبه ځمکه له غاصبینو راګرځول شوې او د پروژو د تطبیق په موخه بېلابېلو دولتي ادارو ته په واک کې ورکړل شوې دي.
ښاغلي عبید دا څرګندونې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي او استرداد کمېسیون او د کابل ولایت د مسوولینو ترمنځ د همغږۍ په غونډه کې کړې دي.
د کابل ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې چې بلخوا د عدلیې وزیر، شیخ عبدالحکیم شرعي ویلي چې د کابل ولایت په کچه د دولتي ځمکو د استرداد بهیر باید په بشپړ جديت، شفافیت او د شرعي او قانوني چوکاټ په رڼا کې پر مخ یووړل شي، څو عامه شتمنۍ وساتل شي او د خلکو مشروع حقوق تأمین شي.
سرچینې لیکلي چې په یاده غونډه کې ټینګار شوی چې د امنیت ټینګښت، د ولس ستونزو ته رسېدنه او د غاصبینو او زورواکو پر وړاندې جدي او عملي اقدامات به په ګډه او دوامدار ډول ترسره شي.

