ډېر لوستل شوي

فراه کې د لومړي ځل لپاره د کورنيو توليداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

په فراه ولایت کې د صنعت او سوداګرۍ رياست، د کرنې او مالدارۍ خونې په همکارۍ او د وهاج شرکت له‌ لوري د لومړي ځل لپاره د کورنيو محصولاتو او تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شوی دی.

د نندارتون د پرانیستې پر مهال د فراه والي ملا محمد حافظ مجاهد د داخلي تولیداتو پیاوړتیا د ځان‌بساینې او ګډ ملي مسوولیت مهم اصل بللی او له کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو یې غوښتني چې د برېښنا او تولیدي کارخونو په برخه کې پانګونه وکړي.

ښاغلي مجاهد زياته کړې، چې د فراه پراخې کرنیزې ځمکې، شته فرصتونه او د سیمه‌ییزې ادارې همکاري د پانګونې لپاره مناسب شرایط برابر کړي دي.

په ورته وخت کې د اطلاعاتو او کلتور رييس محمد عبدالحي سباوون د نندارتون د جوړېدو هرکلی او د تولیدي توکو پر کیفیت او کمیت یې ټینګار کړی دی.

د وهاج د نندارتونونو د جوړولو شرکت رييس حمزه وهاج ويلي، دا نندارتون د کوچنیو کاروباریانو، تولیدوونکو او کسبګرو د ۵۰ غرفو په ګډون جوړ شوی، چې پکې لاسي صنایع، غالۍ، خوراکي، کرنیز او صنعتي توکي نندارې ته اېښودل شوي دي.

اړوند خبرونه