ډېر لوستل شوي

“هرات کې د کانونو کېندنه د ملي عوايدو په لوړولو کې مهم رول لري”

د هرات د کانونو او پټروليم رياست چارواکو په دې ولايت کې د ډبرو، وسپنې، سرب، جست او مس په برخو کې د بېلابېلو کانونو له شتونه خبر ورکړی دی.

په ياد ولايت کې د اميد راډيو سيمه‌‌ييز خبريال د کانونو او پټروليم رييس مولوي سيف‌الله لونګ په حواله ويلي، چې د اکتشاف شويو کانونو د کېندنې چارې روانې دي او په وينا يې، له دې سره ملي عوايد هم لوړ شوي دي.

په ورته مهال، د اقتصادي چارو شنونکي د طبیعي سرچینو کارونه د ملي عوایدو د زیاتوالي له مهمو عواملو څخه بولي او ټينګار کوي، چې د هېواد کانونه او طبیعي سرچینې باید په معیاري او اغېزمن ډول وکارول شي. دا په داسې مهال ده، چې د اسلامي امارت بیا حاکمیت سره د هېواد د کانونو قانوني کېندنو ته ځانګړې پام‌لرنه شوې او د غیري قانوني کېندنو مخه نیول شوې.

اړوند خبرونه