د ټولګټو وزیر، ملا محمد عیسی ثاني د دغه وزارت د ځینو تخنیکي رییسانو په ملتیا د کابل – جلالاباد لویې لارې د دویم لین سړک له کاري بهیر څخه لیدنه کړې ده.
د ټولګټو وزارت د خبرپاڼې له مخې چې ملا محمد عیسی ثاني له دې لارې څخه دویمه لیدنه ده او د دویم لین د ۳۲ کیلومتره برخې د کاري بهیر تطبیقکوونکو ټیمونو ته یې لارښوونې کړې دي.
د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس لیکلي چې دا مهال د دې لارې د کار په سیمه کې د ماشینرۍ شمېر له ۵۰ عرادو څخه ۷۰ عرادو ته زیاته شوی او په اوږدو کې یې د ځینو برخو د کیندې، پرکارۍ، د پلګوټو او استنادي دېوالونو رغنیزې چارې هم جریان لري.
سرچینې لیکلي چې په دې کتنه کې د قراردادي شرکت مسوولینو د ټولګټو وزیر ته ډاډ ورکړی چې د یادې لویې لارې د اساسي رغونې چارې به په ټاکلي وخت او د تخنیکي مشخصاتو سره سمې بشپړې کړي.

