ډېر لوستل شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال بنګله‌دېش ته په رسمي سفر ولاړ

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال، مولوي احمدالله زاهد د یوه رسمي پلاوي او شاوخوا ۵۰ ملي سوداګرو په ملتیا د بنګله‌دېش هېواد ته رسمي سفر کړی دی.
ياد وزارت وايي، ټاکل شوې چې په دې سفر کې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د دوه‌اړخیزو سوداګريزو اړیکو پر پراختیا، د صادراتو او وارداتو د اسانتیاوو، د سوداګرۍ د ودې، او د ګډو پانګونو فرصتونو پر رامنځته کولو هر اړخیزې خبرې وشي.
سرچينه زياتوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا، د اړیکو د منظم چوکاټ جوړولو او د ګډو هوکړو د لاسلیک پر امکاناتو هم بحثونه شامل دي.
وزارت وایي، د دې سفر بنسټيزه موخه د افغان ملي سوداګرو لپاره د نويو بازارونو موندل، د هېواد د تولیداتو لپاره د صادراتي فرصتونو پراختيا، او د سیمې په کچه د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ده.

اړوند خبرونه