کورنیو چارو وزارت وایي چې د هېواد په څلورو ولایتونو کې ۲۳ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول شوي دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا کسان په هرات، فراه، بلخ او پکتیکا ولایتونو کې نیول شوي دي.
سرچینې لیکلي چې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په هرات کې اووه کسان له ۱۲ موټرسایکلونو سره نیولي، همدراز د فراه په بکواه ولسوالۍ کې اووه کسان او د بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې شپږ کسان د غلا په تړاو نیول شوي دي.
د یادولو ده چې د کورنیو چارو وزارت اړوندو ځواکونو تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه کسان د غلا په تړاو نیولي وو.

