ډېر لوستل شوي

راغلو کډوالو ته د غنمو او نغدي مرستو وېش بهیر پیل شو

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اسلامي امارت د مشرتابه په لارښوونه بغلان ولايت کې راستنو شويو کډوالو سره د غنمو او نغدي مرستې وېش پيل کړی دی.

د ياد وزارت وياند مولوي شېر محمد حاتمي ويلي، چې د دې وېش لړۍ پرانېسته د پل‌خمري ښار په سيلو کې د سيمه‌ييزو چارواکو په شتون کې شوې ده.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير مولوي عطاءالله عمري د ګډوالو ملاتړ يو ملي او شرعي مسووليت بللی او زياته کړې يې ده، چې اسلامي امارت هڅه کوي څو د وزارتونو او اړوندو ادارو له لارې د راستنو شويو کډوالو باعزته ژوند، اساسي خدمتونه او اقتصادي ملاتړ زمينه برابره کړي.

د چارواکو په وینا، په بغلان ولایت کې به ۲ زره او ۲۰۰ بېرته راستنو شويو کډوالو ته د هر کس لپاره پنځه «۵۰ کیلوګرامه» بورۍ غنم او پنځه زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شي.

د یادونې وړ ده، چې له بغلان وروسته دا مرستې راستنو شویو کډوالو ته ټول هېواد کې پیلېږي.

اړوند خبرونه