د کورنیو چارو وزارت مرستیال وياند قاري بسمالله حبیب وایي، چې د یاد وزارت د تامیناتو معینیت له لوري په خوست ولایت کې یو شمېر پراختیایي پروژې تطبیق شوې او د ځينو نورو چارې لا هم دوام لري.
د ښاغلي حبيب په وینا، د کورنيو چارو وزارت له بوديجې د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ د برېښنا پروژه د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت تطبیق شوې.
همدارنګه، د ياد ولايت د قلندر ولسوالۍ پر برېښنايي پروژه ۲۲ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې لګښت یې هم د کورنیو چارو وزارت له بودیجې تمویل شوی دی.
د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند په وينا، د خوست د نوې امنیې قوماندانۍ د ودانۍ د جوړولو پروژې چارې هم د ۷۵ میلیونه افغانیو په لګښت روانې دي.

