په کابل کې د جاپان سفیر «کینیچي ماساموتو» د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر، مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي چې هېواد یې له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې له افغانستان سره ۵۵۰ میلیون ډالر مرسته کړې ده.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د جاپان سفیر همداراز ویلي چې توکیو له افغانستان سره ۱۹،۵ میلیون ډالر مرسته تصویب کړې چې د کډوالۍ په ګډون به په ځینو برخو کې مصرف شي.
سرچینې د «کینیچي ماساموتو» په حواله دا هم ویلي چې جاپان له افغانستان سره په بشري، د کډوالو، بدیل کښت، روغتیا، اوبو رسولو او ځينو نورو برخو کې مرستې کړې او په وینا یې چې توکیو له افغانستان سره ګډ کار ته دوام ورکوي.
بلخوا په دې کتنه کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر، مولوي عبدالکبیر د جاپان له مرستو څخه په مننې افغانستان د اقلیمي بدلون او بهرنیو اشغالونو له امله له ستونزو سره مخ بللی او غوښتنه یې کړې چې نړیوال دې د اړمنو افغانانو د لاسنیوي ترڅنګ په پراختیايي چارو کې برخه واخلي.
مولوي عبدالکبیر دا هم ویلي چې د اسلامي امارت د واکمنۍ په موده کې میلیونونه افغانان هېواد ته راستانه شوي چې دوامداره مرستو ته اړتیا لري.

