ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو ځواکونو د لغمان د عليشنګ ولسوالۍ په «ميل دره» سيمه کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړي دي.
د ياد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په ګڼ شمېر وسلو او مهاتو سربېره، ۲۲۶ بکسې دهشکې، زکويک، اېم۲۴۰ او اېم۱۶ مرمۍ هم ترلاسه شوې دي.
د يادونې وړ ده، چې پوځي چارواکو تر دې وړاندې د ورته عملياتو موخه د امنيتي تدابيرو پياوړتيا او هر ډول ناقانونه فعاليتونو د مخنيوي هڅې بللې دي.

